په ننګرهار کې د جمهوري ریاست یو ګارډ وژل شوی

په ننګرهار ولایت کېناڅرګندو وسله والو د جمهوري ریاست یو ګارډ وژلی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي راډيو ته ویلي تېره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند د تعميرات په سیمه کې د جمهوري ریاست ګارډ اصلاح الدین پر کور ناڅرګند وسله وال ورننوتي او برید يې پرې کړی چې په دې پېښه کې خپله اصلاح الدین وژل شوی او د هغه مور زخمي شوې ده.

د دې پېښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی خو ولایتي چارواکي وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.