د اسپانیا پولیس وايي، نړېوالو افراطي ډلو ته د وسلو د قاچاق هغه شبکه یې پیژندلې او افشا کړې ده چې د بشري مرستو په نوم یې فعالیت کاوه.
چارواکي وايي، له القاعده شبکې او داعش ډلې سره د همکارۍ په تور یې اوه کسان نیولي دي.
د اسپانیا د کورنیو چارو وزیر جورج فرناندز دیاز وویل، تورن کسان پرون په ختیځو ایالتونو والینسیا او الیکانتي او د افریقا په شمال کې د اسپانیا په قلمرو سیوتا کې سیمو کې ونیول شول.
د اسپانیا د کورنیو چارو د وزیرپه وینا تورن کسان د یوې شبکې غړي وو چې په بشري مرستو په بار کښتیو کې یې د بمونو د جوړولو وسایل او برقي پرزې سوریې او عراق ته استول.
د اسپانیا پولیس په یوه بیان کې وايي چې د تورنو د ډلې پنځه تنه د سوریې، اردن او مراکش دي چې اسپانوي تابعیتونه لري او دوه نور یې د سوریې او مراکش وګړي دي.
بیان زیاتوي چې د دې شبکې په اړه د پولیسو تحقیقات په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوي وو.
په بیان کې همدا راز ویل شوي چې د دې ډلې مشر د داعش له یو مشر سره منظمه اړیکه درلوده او هغه به په پرله پسې ډول په سوریه کې د داعش له غړو سره د واده لپاره د ښځو د جلب او جذب غوښتنه کوله.