د رسنیو د راپورونو له مخې د چک جمهوریت حکومت تېر کال د دوو چکي میرمنو د خوشې کولو په بدل کې چې یرغمل نیوونکو تښتولې وې شپږ میلیون ډالر ورکړي دي.
د ریسپکټ په نوم اونیزې د راپور له مخې د یرغمل نیوونکو له دې ډلې سره چې په پاکستان کې دیره ده خبرې د چک جمهوريت د امنیت شورا له خوا ترسره شوې وې.
دوه چکۍ محصلانې هاناهومپالووا Hana Humpalovaاو انتونیا ښراتیڅکا Antonie Chrasteckaد ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان او ایران سرحد ته نژدې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د وسله والو کسانو له خوا وتښتول شوې.
دا نجونې چې هغه مهال ۲۴ کلنې وې، د توریستانو په توګه له ایرانه پاکستان ته پر لاره وې چې وتښتول شوې.
په یو ویډیو کې چې د دوی له برمته کیدو لنډه موده وروسته خپره شوه دوی د عافیې صدیقي په نوم د هغې پاکستانۍ ښځې د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه چې په ۲۰۱۰ کال کې د ترورېزم په تور په متحدوایالاتو کې بندي شوه.
د چک جمهوریت حکومت د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د دې میرمنو د خوشې کیدو او پراګ ته د هغو د ستنیدو خبر ورکړ.
خو افراطي وسله والو ته د دې دوو میرمنو د خوشې کیدو په بدل کې د پیسو د ورکولو د راپورونو له خپریدو وروسته د حکومت یوه ویاند وویل چې صدراعظم بوهوسلاو Bohuslav Sobotkaسوبوتکا به په دې اړه تبصره ونه کړي.