د ملګروملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا له خوا د یوه توغندي ازموینه په کلکه وغندله.
امنیت شورا تیره شپه په یو بیړنۍ غونډه کې همدا راز اعلان وکړ چې پر پیونګ یانګ به د نوېو بندیزونو د لګولو په اړه پریکړه لیک هم ژر تصویب کړي.
په دې اړه د ملګروملتونو بیان تېره شپه د شمالي کوریا د متحد هېواد چین په ګډون د امنیت شورا د څوارلسو غړو له بیړنۍ غونډې وروسته خپور شو.
د بندو دروازو شاته دا غونډه د امریکا، جنوبي کوریا او جاپان له غوښتنې سره سم جوړه شوه او هدف یې پیونګ یانګ ته د یوه ګډ ځواب د ورکولو په برخه کې د ګډ دریځ خپلول و.
په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې سامانتاپاور وویل، د شمالي کوریا اقدامات د نړۍ د امنیت لپاره ګواښ جوړوي:
"د شمالي کوریا د اټومي اوبالستیک توغندیو د پروګرام پرمختګ د نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ جوړوي. دا نه یوازې د شمالي کوریا ګاونډیانو بلکې د ټولې نړۍ سولې او د امنیت لپاره یو ګواښ دی."
د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون تیره ورځ خبر ورکړ چې د لېرې واټن ویشتونکی دا توغندی په فضا کې د یوه سټلایټ د ځای پر ځای کولو په مقصد د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ یون Kim Jong Un په امر توغول شوی دی.