علیزی: د هرات د نورم او سټنډرډ په اداره کې پراخ فساد شوی

د هرات ولایتي شورا د دې ولایت د نورم او سټنډرډ په اداره کې له یو هندي شرکت سره په قرارداد کې د پراخ فساد خبر ورکوي.

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزي پرون په یوه خبري غونډه کې هغه اسناد خبریالانو ته ور وښودل چې د ده په وینا د هرات په اسلام کلا او تورغندي بندرونو کې د جیوکم په نوم له یو هندي شرکت سره په قرارداد کې د ده لاسته ورغلي.

د ښاغلي علیزي په وینا یادې شوې هندۍ کمپنۍ د بډو په بدل کې له ترکمنستان او ایران څخه هرات ته د بې کیفیته تیلو د واردولو اجازه ورکړې.

علیزی وايي، که مسوولې ادارې د هرات د نورم او سټنډرډ په اداره کې د فساد د مخنیوي په برخه کې جدي اقدام ونه کړي نو ولایتي شورا به د خلکو په مرسته دا اداره او هندی شرکت بند کړي:

"که د ولایت مقام او د څارنوالۍ ریاست دا موضوع تعقیب نکړي او په دې دوو ادارو کې د فساد مخه ونه نیسي، نو موږ به هم له خلکو سره ملګري شو. د جیوکم او نورم او ستندرد دروازې باید بندې شي."

د هرات والي محمدآصف رحیمي ویلي دي چې د هرات د ولایتي شورا د مشر د ادعاوو په اړه د تحقیق لپاره یې یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده.