د روسیې سفیر وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي

په افغانستان کې د روسیې سفیر وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي.

په کابل کې د روسیې سفیرالکساندرمانتیڅکي Alexander Mantytskiy ټینګار کوي چې د افغانستان کړکیچ پوځي حل لار نه لري.

ښاغلي مانتیڅکي دا څرګندونې پرون په هغه غونډه کې وکړې چې روسیې ته د پوځي زده کړو لپاره د لسګونو افغان محصلانو د استولو په مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه.

د روسیې سفیر وویل روسیه د یو باثباته افغانستان لپاره د افغانانو په مشری د سولې بهیر یوه اړتیا بولي.