نن هم د سوريې په لسګونو-زره بې ځايه شوي کسان د ترکيې په سرحد کې راغونډ شوي

نن هم د سوريې په لسګونو-زره بې ځايه شوي کسان د ترکيې په سرحد کې راغونډ شوي دي.

دوى د سوريې په حلب ښار کې دولتي قواوو د هغو عملياتو له کبله کډې کولو ته مجبوره شوي چې د روسيې په ملاتړ روان دي.

ترکيې ويلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون به له ګڼو خلکو سره مرسته وکړي، خو تر اوسه يې خپل سرحد نه دى پرانيستى.

مرستندويو سازمانونو خبردارى ورکړ چې دوى له کړکېچن حالت سره مخامخ شوي دي.

په همدې حال کې په پام کې ده د جرمني صدراعظمه انګيلاميرګل نن ناوخته په انقره کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان او صدراعظم احمد داود اوغلو سره وګوري.

اروپايي ټولنه وايي، انقره مجبوره ده، دغو کډوالو ته خپل سرحد پرانيزي. دغه راز يې پر ترکيې فشار راوستلى د هغو کډوالو په مخنيوي کې هم همکاري وکړي چې لوېديځې اروپا ته روان دي.

د دغو کډوالو ډېره برخه د ترکيې له لارې اروپايي ټولنې ته داخلېږي.

بلجيم ژمنه کړې، چې ترکيې ته به درې مليارده او درې سوه مليونه ډالره ورکوي، څو انقره په بدل کې اروپايي ټولنې ته د تازه راروانو کډوالو په مخنيوي کې مرسته وکړي.