په ټايوان کې ژغورونکي نن هم د ١٠٠ کسانو د موندلو په هڅو بوخت دي

په ټايوان کې ژغورونکي نن هم د شاو خوا ١٠٠ کسانو د موندلو په هڅو بوخت دي.

ګومان کېږي دوى به د يوې ١٧ منزله ودانۍ تر ويجاړېو لاندې راګير پاتې وي.

دغه ودانۍ وړمه ورځ د زلزلې له کبله ونړېدله.

د تاينان سيمې ښاروال لاى چينګ تي وويل، ګڼ لادرکه کسان تر دې ودانۍ لاندې ښخ کړاى شوي دي.

تر پرون ناوخته پورې تر ٢٠٠ زيات کسان وژغورل شول.

په دې زلزله کې د ٣٢ کسانو مړينه او د ٥٠٠ نورو ټپي کېدل تاييد شوي دي.