په فارياب کې تښتول شوي ٨٠ کسان د پوليسو په مرسته خوشې کړاى شول

په فارياب کې هغه ٨٠ کسان چې د شنبې په ورځ تښتول شوي وو، د پوليسو په مرسته خوشې کړاى شول.

د دغه ولايت امنيې قوماندانۍ پرون په يوه اعلاميه کې وويل، دغه ٨٠ کسان چې ولسي خلک وو او د ميمنې- اندخوى پر لار د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو د پوليسو په مرسته خوشې کړاى شول.

د فارياب چارواکي وايي، يوازې دوه ولسي وګړي د وسله والو په بند کې پاتې دي او د هغوى د پيدا کولو هڅې هم روانې دي.

د دغو کسانو د تښتونې مسووليت چا نه و منلى.