روسیه د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي
Your browser doesn’t support HTML5
په افغانستان کې د روسیې سفیر وايي چې د سولې لپاره د روانو هڅو څخه ځکه ملاتړ کوو چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل لار نه لري.
په کابل کې د روسیې سفیر د سولې هغو هڅو ته خوشبینه دی چې له مخې یې ټاکل شوې د فبروري تر پایه له وسله والو مخالفینو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر "الکسانډر مانتیڅکي" د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې روسیه د افغانستان د کړکېچ د حل یواځينۍ لار د سولې خبرې ګڼي او دوی له دې خبرو نه په ټینګه ملاتړ کوي.
ویډیو او راپور:یوسف خان ځدراڼ،الیاس صالح