د ننګرهار امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مدير سمونوال عبدالظاهر ظاهر د یکشنبې په ورځ په خبري ناسته کې وویل په جلال اباد ښار کې د ورستیو وژنو په تور شپږ تنه نیول شوي.
نوموړي وویل چې د ملي تلویزیون ژورنالست بیرخاکسار د وژنې په تور د هغه د خسرګنۍ د کورنۍ درې تنه غړي نیولي چې اوس ترې پلټنې روانې دي.
د ظاهر په خبره د ولایتي شورا وکیل جاوید زمان د موټرچلوونکي د وژنې په تور هم درې تنه کسان نيول شوي چې د دې دواړو قضیو دوسې څارنوالی ته استولي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په جلال اباد کې هدفي وژنې زیاتې شوي چې وروستی پيښه د ننګرهار د ملي راډيو تلویزیون خبریال زبیرخاکسار وژنه وه.