په ټایوان کې تر یوې ودانې لاندې د ۱۲۴ کسانو د پلټني عملیات پيل شوي

په ټايوان کې ژغورونکي د ١٢٤ کسانو د موندلو لپاره نن د پلټنې عمليات پرمخ بيايي.

ګومان کېږي دغه کسان به د يوې ١٧منزله ودانۍ تر ويجاړيو لاندې راګير پاتې وي.

دغه وداني پرون د زلزلې له کبله ونړېدله.

د ټاينان سيمې د اوروژنې د ادارې د ځانګړې پلټونکې ډلې مرستيال مشر څان چي وين وويل:

"موږ لا هم د پلټنې او د ژغورنې د عملياتو په چارو بوخت يو، دا مهال د نړېدلې ودانۍ په شاوخوا کې د ژوندي انسانانو پلټنه کوو."

د ټاينان سيمې ښاروال لاى چينګ ټي نن وويل چې ګڼ لادرکه کسان ښايي تر نړېدلې ودانۍ لاندې ښخ شوي وي.

وروسته له هغې چې پرون د ريښتر په مقياس ٦ اعشاريه څلور درجې زلزلې د ټايوان جنوبي برخې ولړزولې، تر ٢٠٠ زيات کسان تر اوسه ژغورل شوي او د ٢٦ نورو د مرګ خبر تاييد شوى دى.

په دې زلزله کې شاوخوا٥٠٠ کسان ټپيان شوي دي.