د شمالي کوریا له خوا د توغندي ازموینې غبرګونونه راپارولي

د شمالي کوریا له خوا فضا ته د لېرې واټن ویشتونکي توغندي د توغولو پر وړاندې د سیمې او نړۍ هېوادونو سخت عکس العمل ښکاره کړي.

شمالي کوریا نن سهاروختي لېرې واټن ویشتونکی توغندی فضا ته وتوغاوه چې په ګاونډیو هېوادونو او واشنګټن کې یې د اټومي وسلو په اړه اندیښنې راپورته کړې.

د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون وویل؛ په فضا کې د سټلایټ د ځای پرځای کولو لپاره د دغه توغندي د توغولو امرد دې هېواد مشر "کیم جنوګ اون" ورکړی و او هغه په بریالۍ سره وتوغول شو.

د خبر له مخې د شمالي کوریا د "کوانګ میونګسن۴" په نوم سټلایټ اوس په ۹۴ دقیقو کې د ځمکې په مدار راڅرخي او دا هېواد به په راتلونکي کې هم په فضا کې د نورو سټلایتونو د ځای پرځای کولو لپاره د غوندیو توغولو ته ادامه ورکړي.

د شمالي کوریا د وروستي اقدام په وړاندې د ملګروملتونو عمومي منشی او ډېرو هېوادونو چټک عکس العمل وښود.

د جنوبي کوریا او د امریکا پوځي چارواکو وویل؛ د دغه توغندي تر پردې لاندې پیونګ یانګ د اټومي سروکو لېږدونکي لېرې واټن ویشتونکي توغندي آزمويي چې دا ډول آزموینه د ملګروملتونو د امنیت شورا له څو پرېکړه لیکونو څخه سرغړونه ده.

په جنوبي کوریا کې د میشتو امریکایي ځواکونو یوه قوماندان "توماس وانډل" وویل:

"اوس د دې وخت دی چې دغه مسئله مخ ته یوسو. موږ په دې اړه له نژدې سلامشورو او همکاهنګۍ ته سترګې په لاره یو او هم د هغه ګواښ پر وړاندې د اقداماتو لپاره چې شمالي کوریا سولې او ثبات ته متوجه کړي دي."

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون د شمالي کوریا په وروستي اقدام ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې په توغول شوي توغندي کې د بالستیک توغندیو تکنالوژي کارول شوې وه.

هغه وویل شمالي کوریا باید لمسونکي اقدامات پای ته ورسوي او د کړکېچ د کمولو لپاره له ټولو خواو سره د ګډ کار لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

په عین حال کې د ملګروملتونو امنیت شورا د امریکا د متحده ایالاتونو، جنوبي کوریا او جاپان په غوښتنه نن د ورځې ناوخته یوه بیړنۍ غونډه پلان کړې چې د ملګروملتونوله خوا د نورو احتمالي بندیزونو مسئله وڅېړي.

شمالي کوریا دغه توغندی وروسته له هغې توغوي چې په جنوري میاشت کې یې د هایدروجن بم د آزموینې ادعا کړې وه.

واشنګټن د پیونګ یانګ له خوا د لیرې واټن ویشتونکي توغندي توغول د لابې ثباتۍ او لسمونې یو اقدام بللی. د جاپان صدراعظم شینزو ابې هغه بیخي د نه منلو عمل بللی دی.

روسیې وویل، پیونګ یانګ په دې کارسره یوځل بیا په ډاګه کړه د نړېوال قانون نورمونو ته درناوي نه کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت پردغه عمل خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هغه د نړېوال مخالفت سره - سره د شمالي کوریا پر دریځ چې وایي؛ د توغندیو تکنالوژي عملي کوي؛ ټینګار دی.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د شمالي کوریا دغه اقدام غندلی او هغه یې بې باکه لمسونکی عمل بللی او پر وړاندې یې د ملګروملتونو د امنیت شورا د چټګو او کلک اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم د پیونګ یانګ له خوا د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو د سرغړونو په دوام کې د شمالي کوریا په وړاندې د جدي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

د شمالي کوریا د لېرې واټن ویشتونکي توغندي د توغولو د خبر پر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري یوځل بیا له جاپان او جنوبي کوریا سره د واشنګټن د پوځي همکارۍ پر ژمنې ټینګار وکړ.

کری وویل، متحده ایالات به د ملګروملتونو له امنیت شورا سره کار وکړي چې د ملګروملتونو له پرېکړه لیکونو څخه د سرغړونې په خاطر پیونګ یانګ ته د سزا ورکولو په برخه کې د پام وړاقدمات وکړي.

په عین حال کې د امریکا د ستراتیژیک پوځ قوماندانۍ وویل؛ سیسټمونو یې یوغندی کشف او تعقیب کړی چې ګومان کېږي هغه به فضاته د شمالي کوریا توغندی و چې دې هېواد د خپلې خاورې له جنوبي برخې توغولی وي.

د چاپان ټلویزیون وویل چې د امریکا په مرسته په اوکیناوا کې د پټرویټ میزایل دې ته اماده و چې که د توغول شوي توغندي ټوټې د جاپان د استوګنې سیمو ته ګواښ متوجه کړي؛ هغه وولي.