په ټايوان کې چارواکو نن وويل چې١٣٢ کسان لا هم تر يوې ١٧منزله ودانۍ لاندې راګير پاتې دي.
تر دې يوه ورځ مخکې د ريښتر په مقياس ٦ اعشاريه ٤ درجې زلزلې دغه ودانۍ ونړوله.
ګومان کېږي تر۱۰۰ زيات کسان به تر نړېدلې ودانۍ لاندې ښخ شوي وي.
خو د لادرکه کسانو شمېر د چارواکو له خوا تر وړاندې شويو ارقامو زيات لوړ دى.
د ټايوان ښاروال ويليم لاى خبريالانو ته وويل پلټونکې ډلې د ژغورنې هڅې کوي:
"دغه شېبه د لسو کسانو د ژغورنې په هڅو بوخت يو؛ دا مهال د ژغورنې په ځواک کې د بېلابېلو هېوادونو او د ټايوان د څو ښارونو ځانګړې پلټونکې ډلې شاملې دي؛ دوى د مرستې لپاره راغلي دي."
د ټايوان د کورنيو چارو وزير ويلي چې په دې ودانۍ کې د معمول خلاف زيات کسان وو؛ ځکه د ګڼو کورنيو خپلوان د نوې قمري کال د ځانګړي جشن د نمانځلو لپاره راغونډ شوي وو.
ژغورونکو پرون تر٢٠٠ زيات کسان له نړېدلې ودانۍ وايستل.
تر نن سهاره پورې په دې زلزله کې لږ تر لږه د ١٢کسانو مړينه تاييد شوې ده.