د کورنیو چارو وزارت د نورالحق علومي د استعفی اوازې رد کړې

د کورنيو چارو وزارت هغه اوازې رد کړې چې په کې ويل شوي وو د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي استعفى کړې ده.

د دغه وزارت وياند صديق صديقي ازادي راډيو ته وويل چې دا اوازې ناسمې دي:

"زه دا خبر نه تاييدوم، حقيقت نه لري، وزير صاحب استعفى نه ده کړې؛ په وزارت کې شته، دا اوازې سمې نه دي او حقيقت هم نه لري."

تر دې مخکې رويټرز اژانس راپور ورکړى و چې د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي په افغانستان کې د وروستيو ناامنيو له کبله خپله استعفى ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

يوې سرچينې رويټرز ته ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني لا د کورنيو چارو د وزير استعفى نه ده تاييد کړې.