په پراګ کې د افغانستان د لرغونو اثارو یو نندارتون پرانیستل شو

د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې د افغانستان د لرغونو اثارو يو نندارتون پرانيستل شوى دى.

د پراګ په يوه موزيم کې به دغه نندارتون د څو اوونيو لپاره پرانيستى وي.

د پارلماني چارو لپاره د دولت وزير، غلام نبي فراهي په پراګ کې ازادي راډيو ته وويل چې د وياړ احساس کوي:

"دا زموږ لپاره د وياړ ځاى دى چې زموږ لرغوني ميراث د نندارتون په بڼه خلکو ته وړاندې کېږي."

دغه اثار چې له درې زرو تر شپږزرو کلونو پورې لرغوني دي، تر ډېره د لوګر ولايت د عينکو د مسیو په کان کې موندل شوي دي.

دغه اثار په ځانګړو صندوقونو کې چک جمهوريت ته انتقال او رغول شوي دي.

د دغه نندارتون اعلانونه د پراګ ښار په بېلابېلو برخو کې لګول شوي دي.