ایران وايي عربستان سوریې ته د پلي ځواکونو استولو جرئت نه لري

د ايران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان وايي، سعودي عربستان دومره جرئت نه لري چې سوريې ته پلي ځواکونه ولېږي.

فارس خبري اژانس د محمد علي جعفري دا خبرې رااخيستي چې پرون يې ويلي:

"هغوى ادعا کړې چې سوريې ته به پوځيان ولېږي، خو زه فکر نه کوم چې دوى به د دې کار جرئت ولري، ځکه د سعودي عربستان پوځ کلاسيک دى."

تر دې مخکې د ايران سيمه ييز سيال سعودي عربستان اعلان کړى و، که د امريکا په مشرۍ پوځي اتحاد د عملياتو د بيا پيل پرېکړه وکړي، عربستان تيار دى په سوريه کې د داعش ډلې خلاف په ځمکنيو عملياتو کې برخه واخلي.

جعفري زياته کړه، د سعودي عربستان دا کار به دا معنى ولري لکه د دوى مرمۍ چې خلاصې شوې وي، البته ظاهراً له دې پرته بله لار هم نه ويني، نو په دې صورت کې يې ماتې قطعي ده.

يوشمېر ايراني جنګيالي له وړاندې په سوريه کې ګمارل شوي او په وروستيو مياشتو کې يې په لسګونو غړي هلته وژل شوي دي.

ايراني رسنۍ دغه جنګيالي رضاکاران بولي.