د سوريې په زرګونو کډوال د ترکيې پر سرحد راغونډ شوي دي.
دوى د سوريې شمالي ښار حلب ته نېږدې د دولتي ځواکونو د عملياتو له کبله چې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې دوه برابره زيات شوي، کډه کولو ته مجبوره شوي دي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود جاوس اوغلو وويل، دوى به خپلې پولې د دغو کډوالو په وړاندې ونه تړي:
"موږ به د دغو خلکو لپاره چې د اسد د رژيم د تجازو او د روسيې د هوايي حملو له کبله تېښتې ته مجبوره شوي خپله پوله خلاصه پرېږدو، دا خلک د دغسې اعمالو له کبله کډه کولو ته اړ ايستل شوي او موږ اړتيا لرو، خپلې پولې ورته پرانيزو، موږ تر اوسه له دې جملې تر پنځوسو زرو زيات کډوال منلي او شاوخوا پنځوس زره يا ههم ۵۵زره نور يې راروان دي، چې موږ يې يوازې نه شو پرېښودلاى."
د سوريې له شماله د ياغيانو او دولتي ځواکونو ترمنځ چې د روسيې هوايي حملې يې هم ملاتړ کوي، د شديد جنګ راپور ورکړى شوى دى.
د ياغيانو مهم مرکز حلب محاصره شوى دى.
د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي، حلب ته نېږدې وړمه ورځ په شخړو کې له دواړو لوريو١٢٠ کسان وژل شوي دي.