د ننګرهار په کوټ او اچین ولسوالیو کې په بېلابېلو پېښو کې د داعش ۲۸ وسله وال وژل شوي او۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د ولایت له مقام څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په لته بند سیمه کې په دوو هوایي حملوکې ۱۶ داعش جنګیالي وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي د کوټ ولسوالۍ په سیداحمد خېلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او داعش وسله والې ډلې ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي او۱۰ نور ټپیان شوي دي.