په حلب کې د سختو جګړو له امله ۲۰زره کسان د سوریې او ترکیې پر پوله راټول شوي

شاوخوا ۲۰ زره سوریایي وګړي وروسته له هغه له ترکیې سره د سوریې پر پوله راټول شوي چې حکومت یې شمالي ښار حلب ته نېږدې عملیات وکړه.

راپورونه وایي د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ چې روسیه یې هم هوایې ملاتړ کوي، سختي جګړې شوي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو څارونکې ډله چې مرکز یې په بریتانیا کې دی وایې، په دغو جګړو کې چې د فبرورۍ پر پنځمه حلب ته نېږدې وشوې، له دواړو لورو۱۲۰ کسان وژل شوي دي.

د بشري چارو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر اټکل کوي چې تر ۲۰ زره کسان به د ترکیې پولې ته نېږدې په باب السلام کې او له پنځو تر لسو زرو پوري کې کسان په عزاز نومي ښار کې بېځایه شوي دي.

ګمان کېږي درې لکه کسان په حلب کې وروسته له هغه بند پاته شوي چې حکومتي ځواکونو د یاغیانو عمده اکمالاتي لاره وتړله.