دفاع وزارت وايي په غزني ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو مخه نیولې ده

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په غزني ولایت کې یې د داعش د فعالیتونو مخه نیولې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډيوته وویل داعش هڅه کوله چې په غزني ولایت کې ځان ته مرکزونه او پټن ځایونه جوړ کړي، خو افغان امنیتي ځواکونو یې مخ ډب کړې.

"په غزني کې دوی غوښتل ځان ته مرکزونه جوړ کړي، خو دوی ونه شو کړای افغان ځواکونو د داعش پر ضد شپه او ورځ سخت عملیات وکړل، دوی ته یې اجازه ورنه کړه چې په غزني ولایت کې مرکزونه جوړ کړي."

ښاغلي وزیري همدارنګه زیاته کړه چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هم داعش وسله والو ته درانه تلفات اړولي دي.