ناټو وايي، په سوريه کې د روسيې هوايي حملو سولې هغه خبرې کمزوري کړي، چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب پيل شوې دي.
د دغو مذاکرو هدف د سوريې د تقريباً پنځه کلنې کورنۍ جګړې ته د سياسي حال لار موندل دي.
د ناټو سرمنشي ينس سټول-ټنبرګ نن د اروپايي ټولنې له دفاع وزيرانو سره په غونډه کې د ګډون لپاره امستردام ته له رسېدو سره سم خبريالانو ته وويل: په سوريه کې د روسيې شديدې هوايي حملو سياسي هڅې زيانمنې کړې دي:
"موږ وينو د روسيې شديدو هوايي حملو چې تر ډېره د اپوزيسيون ډلې په نښه کوي هغه هڅې زيانمنې کړي چې د سوريې کړکېچ ته د سياسي حل لارې د موندلو لپاره روانې دي. په عين حال کې په سوريه کې د روسيې پراخ حضور او فعاليت، دغه راز د ترکيې له فضايي قملرو سرغړونو کړکېچ زيات کړى دى."
د ناټو سرمنشي وويل، د ترکيې قلمرو ته د روسۍ الوتکو داخلېدل د ناټو له هوايي قلمرو سرغړونه ده او دې مسئلې خطرونه ايجاد کړي.
په جنيوا کې تېره اوونۍ د سوريې په باب د سولې خبرې ټکنۍ شوې، په عين حال کې د سوريې دولتي ځواکونو چې د روسيې هوايي حملې ملاتړ کوي، په شمالي ښار حلب کې د ياغيانو پرضد تازه عمليات پيل کړي دي.