د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ټيم د نړېوال جام سياليو په لړ کې نن فيجي ته د ٢٢٦ منډو په توپير ماتې ورکړه.
ټاس د فيجي ټيم وګاټه، افغان ټيم يې توپوهنې ته راوباله.
د افغانستان د ١٩ کلنو ټيم په ټولو ٥٠ اوورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٤٠ منډې جوړې کړې او فيجي ته يې د ٣٤١ منډو هدف وټاکه.
د فيجي ټول لوبغاړي په ٣١ اوورونو کې اوټ شول او يوازې يې ١١٤ منډې جوړې کړې.
کرکټ بورډ پر دې بريا خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې افغانستان به د غوره مقام په اخيستو سره دنړيوال جام په راتلونکو سياليو کې خپل ګډون ډاډمن کړي.
دغه مسابقې په بنګله دېش کې روانې دي.