د سوريې په لسګونو-زره اوسېدونکي د جګړې له کبله د ترکيې د سرحد خوا ته روان دي.
دغه جګړه د سوريې شمالي ښار حلب ته نژدې روانه ده.
د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو پرون وويل چې ښايي اويا زره سوريايان به د سرحد خوا ته ور روان وي، خو د سوريې د بشري حقونو د څار اداره دغه شمېر شا و خوا څلوېښت زره ښيي.
په همدې حال کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په اکوادور کې وويل چې د سوريې خلک د روسۍ الوتکو د بمبارۍ له ډالره تېښتې ته مجبوره شوي:
"نن موږ وينو چې په سوريه کې هوايي حملې او نور بريدونه روان دي. په حلب کې وروستۍ بمبارۍ، د ترکيې سرحدي سيمو ته د زرګونو ملکيانو د تګ سبب شوې دي. زموږ اروپايي دوستان راڅخه غواړي چې د کډوالو د دې بهير مخه ونيسو، خو زه له دوى څخه پوښتم چې د دغو خلکو مخه څنګه ونيسو چې په داسې يوه غميزه کې ژوند کوي؟ د روسيې رژيم پر دغو خلکو بمباري کوي، ايا دا سوريايان له تېښتې پرته بله چاره لري؟"
د سوريې دولتي ځواکونو چې د روسيې هوايي بريدونه هم ورسره ملګري دي، حلب ته نژدې ځينې پرمختګونه کړي دي.
ګومان کېږي شاوخوا درې لکه کسان به په حلب کې د دولتي ځواکونه له خوا د عملياتو په بهير کې د اکمالاتو د عمده لارې تر بندېدو وروسته راګير پاتې وي.
دغه عمليات د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولې هغه خبرې چې تېره اوونۍ په جنيوا کې وشوې، زيانمنې کړې.