ميدان وردګ:د ۴ ولسواليو ځوانانو د بيارغونې د پروژو د څارنې په برخه کې همکاري کوي

د ميدان وردګ ولايت د څلورو ولسواليو ځوانانو په خپلو سيمو کې د بيارغونې د پروژو د امن او څارنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د ميدان وردګ د والي وياند توريالي همت ازادي راډيو ته وويل چې د چک، سيداباد، نرخ او جلرېز ولسواليو دغو ځوانانو دا ژمنه پرون له والي حيات اله حيات سره په کتنه کړې وکړه.

د همکارۍ او تعهد سپارنې په نوم دې غونډه کې والي ژمنه وکړه چې په ولايتي اداره کې د اصلاحاتو راوستل يې اساسي هدف دى.

په دې برخه کې د ځوانانو د همکارۍ غوښتنه وشوه.