د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د احمد وصيل په نوم د يوه زده کوونکي وژنه له نړېوالو او د بشرپالنې له قوانينو سرغړونه بولي.
دغه ١٢ کلن زلمى د ارزګان ولايت د يوه ښوونځي زده کوونکى و، چې تېر کال يې له خپل اکا او نورو ملېشو سره يوځاى د وسله والو طالبانو پرضد په جګړه کې برخه اخيستې وه.
وسله والو طالبانو دی د دوشنبې په ورځ د ارزګان ولايت په مرکز ترینکوټ کې وویشت او د وژلو مسوولیت یې واخیست.
د بشري حقونو خپلواک کميسيون وياند رفيع الله بيدار ازادي راډيو ته وويل چې دغه وژنه له ټولو قوانينو سرغړونه ده.
ښاغلي بيدار وويل چې د احمد وصيل له خوا دولت ضد وسلوالو ته کوم ګواښ نه و متوجه.
د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو مدافع ډلو هم دا پيښه غندلې او د بشريت ضد یې بللې ده .