د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره سيمه ييزه او نړېواله اجماع په کار ده.
محمد حنيف اتمر ويلي د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره ايجاد شوى اتحاد به ګټور ثابت شي.
د امنيت شورا د اعلاميې په حواله، ښاغلي اتمر پرون په ترکيه کې له خپل ترکي سيال سيف الله هاشم اوغلو سره په کتنه کې د ټرورېزم په وړاندې پر ګډه مبارزه او له افغان قواوو سره د ترکيې د پوځي مرستو پر دوام خبرې وکړې.
په اعلاميه کې د ښاغلي اتمر دا وينا هم رااخيستل شوې چې ويلي يې دي:
افغانستان د داعش ډلې خلاف په جوړ شوي ائتلاف کې تازه شامل شوى او داعش ډله د افغانستان، سيمې او نړۍ امن ته خطر دى.
د ترکيې د ملي امنيت شورا سلاکار سيف الله هاشم اوغلو په اقتصادي، تعليمي او امنيتي برخه کې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړى دى.
ترکيې ته د افغانستان د ملي امنيت شورا د سلاکار سفر نن پايته رسېږي.