په کونړ کې جرګې د دوو کورنیو ۱۰کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړه

لس کاله وړاندې د دانګام ولسوالۍ کې د حاجي شهاب الدین او حاجي خانجان ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه راپورته شوه چې څو ځله د دواړو خواو له خوا په یو بل ډزې هم شوې وې، خو څوک په کې نه و وژل شوياو دواړو لورو ته په کې زیات مالي زیانونه اوښتې، هر طرف هڅه کوله چې ځمکه خپله کړي، خلک وايي د یادو کورنیو د پخلاینې لپاره له دې وړاندې هم څو جرګې شوې وې خو کومه نتیجه يي نه وه ورکړې.

اوس د دښمنۍ پای ته رسولو لپاره د ولایت د مرستیال په مشرۍ کمېسیون جوړ او دواړه خوا يي سره پخلا کړې.

د کونړ مرستیال والي او د کمېسیون مشر قاضي محمد نبي احمدي راټولو شوو کسانو ته په خپلو خبرو کې وویل، د اسلام مقدس دین له انتقام اخستلو بخښنه او سوله غوره ګڼلې، نو دوي هم د حاجي خانجان او حاجي شهاب الدین ترمنځ د اوږدې دښمنۍ د پای ته رسیدو په خاطر پریکړه چې له دې وروسته به په زړونو کې کېنه او دښمني نه ساتي او یو بل سره به د ورونو په څیر ژوند کوي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه که هریو طرف له شوې پریکړې سرغړونه وکړه نو د جرګې د پریکړې په اساس به سخته ناغه ورکوي.

حاجي شهاب الدین د جرګې د پریکړې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا ستونزه د دې نه پیدا شوې وه چې دا زموږ خپله ځمکه وه، زما وراره په حاجي خانجان خرڅه کړې وه، زموږ حق په کې موږته نه و راکړل شوی، نو موږ راغلو په په خپل حق کېناستو، دوه ځلي په یو بل ډزې هم شوي دي، دا جرګه منو او پریکړې ته يي موږ غاړه ایښې ده."

حاجي خانجان وايي، پخوا هم ډیرې جرګې شوي خو عملي شوي نه دي او دا ځل به شوې فیصله په بشپړ ډول مني او مخالفت يي نه کوي:

"زموږ ترمنځ حقوقي او نورې مسالې، شل دیرش ځلي زموږ د پخلاینې لپاره جرګې وشوې خو پلي نه شوې.اوس د معاون صاحب په مشرۍ چې کوم کمېسیون پریکړه کړې موږ ورته غاړه ایښې او سرغړونه ترې نه کوو."

د کونړ مرستیال وايي، په ولایت کې يې داسې ډیرې شخصي دښمنۍ شته چې ورسره امنیت ته زیان رسیدلی دی او دوي هڅه کوي چې ټولې شخصي شخړې هوارې کړي.

د کونړ په څیر د هېواد په زیاتو سیمو کې خلک د صبر او زغم نه درلودو له امله په وړو خبرو جنګونه کوي چې له امله يي مرګ ژوبلې رامنځ ته کېږي او د کلونو کلونو لپاره يي دښمنۍ په ځای پاتې وی.

راپور: روح الله – انوري – کونړ