نړېوالې ټولنې په سوریه کې د ۱۰ میلیاردو ډالرومرستو ژمنه وکړه

نړېوالې ټولنې په سوریه کې د بشري مرستو لپاره د ۱۰ میلیاردو ډالرو ژمنه وکړه.

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کې مون دا پرمختګ ستایلي او وايي چې په یوه ورځ کې، له یوه بحران ځپلي هېواد سره د مرستې لپاره د دومره ستر تعهد ساری نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې د روسیې د جنګي الوتکو بمبارۍ زیاتې شوې او په جینوا کې د دې بحران د حل لپاره مذاکرې په موقت ډول ځنډول شوې دي.

په هغه کنفرانس کې چې پرون پنجشنبې په لندن کې جوړ شوی وو، ګډونکونکو ژمنه وکړه چې تر۲۰۲۰ میلادي کال به سوریې ته 1.75 میلیارد ډالر مرسته وکړي.

په دې کنفرانس کې د امریکا د پلاوي مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرجان کري کوله او د ۹۰۰ میلیونو ډالرو مرستې اعلان یې وکړ.

له دې سره به د هغو پيسو اندازه چې امریکا په سوریه کې د بشري مرستو لپاره ځانګړې کړې، څه باندې پنځه میلیاردو ډالرو ته ورسیږي.

د جرمني حکومت هم وویل چې تر 2018 [میلادي] کاله به د سوریې له کډوالو سره د بشري مرستو پر پروګرامونو، لږترلږه دوه نیم ملیارد ډالر ولګوي.