د بشرحقونو کمېسيون په ارزګان کې د واصل احمد په نوم د یوه زده کوونکې قتل وغانده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په ارزګان کې د واصل احمد په نوم د یوه زده کوونکې قتل غندي.

واصل احمد ۱۲کلن او د ارزګان په یوه ښوونځي کې زده کوونکې و.

دی تېرکال، له خپل کاکا او یو شمېر نورو ملیشو سره د وسله والو طالبانو پرضد تر جنګ وروسته، وپیژندل شو.

وسله والو طالبانو دی تیره اوونۍ په ترینکوټ کې وویشت او د وژلو مسئولیت یې واخیست.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرایوي رئیس پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د کوچنیانو وژل او په جګړه کې له هغوي کار اخیستل باید وغندل شي او پر حکومت یې ږغ وکړ چې د داسې پيښو مخنیوی وکړي.

د بشري حقونو یو شمېر نړېوالو مدافع ډلو هم دا پېښه غندلې او د بشريت ضد یې بللې ده.