کېمپبل: په افغانستان کې د عسکرو د شمېر کمول توجیه نه لري

جنرال جان کېمپبل پرون پنجشنبې وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېرکمول به د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت ته خنډ پېښ کړي.

جنرال کېمپبل پرون د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته څرګنده کړه چې د امریکايي ځواکونو د شمېر له کمیدو سره به ډير کم کسان وروزل شي او په افغانستان کې د عسکرو د شمېر کمول توجیه نه لري.

جان کېمپبل زیاته کړه:

"زما ارزیابي دا ده چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ستونزو ۷۰ فیصده برخه د رهبرۍ د کمزورتیا له امله ده او د دفاع وزیرستانکزی په دي پوهیږي. افغانستان د امنیت او ثبات له پلوه، تر اوسه هغه پرمختګ نه دی کړی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له دې هېواده زموږ د ملاتړ کمیدل توجیه کړي."

اوس مهال۹۸۰۰امریکايي عسکر په افغانستان کې دیره دي چې هدف یې له ترورېزم سره مبارزه او د افغان ځواکونو روزل دي.

د ولسمشر بارک اوباما اداره پلان لري چې د دې عسکرو شمېرد راتلونکې کال په پیل کې۵۵۰۰ ته راکم کړي.

جنرال کېمپبل چې د مارچ په میاشت کې تقاعد کوي، پرون په دې اړه د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې له مشرسناتور جان مککېن سره بحث وکړ.

جمهوري غوښتونکې سناتور جان مککېن د امریکا د ملي امنیت په مسئلو کې د ولسمشر اوباما د ادارې له سختو منتقدانو دی.

ده پرون پوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې او له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د څومره امریکايي ځواکونو لپاره اړتیا ده.

جنرال کېمپبل په ځواب کې وویل چې دا په دې پورې اړه لري چې افغان ځواکونه څومره ژر او ښه روزل کېږي او که دا کار ونه شي، ښايي د زیاتو امریکايي عسکرو لپاره اړتیا وي.

خو کېمپبل څرګنده کړه چې دی، لکه څرنګه چې ورته ویل شوي، د ځواکونو د کمولو لپاره تیاری نیسي.

ښاغلي کېمپبل زیاته کړه:

"موږ پوهیږو چې ډيرکسان له افغانستان سره د مرستې تر تعهد مخکې، په دې هېواد کې د بشري حقونو او ټولنیزو حالاتو په ارتباط د پرمختګ لیدل غواړي. د ملي وحدت حکومت هم په دې پوهیږي او د داسې تغیر لپاره يې زموږ زیات شرایط منلي دي. هغوي د ثبات، امکاناتو اوامید په اهمیت پوهیږي. هغوي پوهیږي چې د مرسته کوونکو هېوادونو ساتل مهم کار دی او خبر دي چې په نورو ځایونو کې د موقع موندلو پرځای، په افغانستان کې د خلکو ساتل ډير مهم دی."

جنرال کېمپبل څرګنده کړه چې په افغانستان کې د اسلامي دولت/ داعش په څير نورې ډلې هم فعالې شوې چې وضعیت یې لا پيچلی کړی دی.

کېمپبل په ننګرهار کې د دې ډلې فعالیت ته په اشاره کې وویل چې داعش په نورو سیمو کې هم د وسله والو په جلب و جذب پيل کړی دی.

د امریکايي او ناټو ځواکونو دې لوی قوماندان ټینګار وکړ چې د امریکا پوځ باید پر داعش خپل دوامدار فشار ټینګ وساتي.

ده زیاته کړه چې د القاعده ډله او د حقاني شبکه د امریکا ملي امنیت او ګټو، په افغانستان کې ثبات اوسولې او په دې هېواد کې پرتو ائتلافي ځواکونو ته عمده خطر دی.

جنرال کېمپبل وویل چې د حقاني شبکه چې له پاکستان سره نږدې سیمو کې ځای پرځای ده، په کابل کې پراخې او سترې حملې پلانوي او ترسره کوي.

کېمپبل یو وار بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د ودې په حال کې دي خو سترې ستونزې ورته پرتې دي چې د کمولو لپاره یې باید په دوامدار ډول وروزل شي او مشورې ورکړې شي.

د کېمپبل په وینا، د افغانستان امنیتي ځواکونه د سمې هوايې قوا، د استخباراتي معلوماتو د راغونډولو مرکزونو، جنګي وسلو او ښې ادارې ته اړتیا لري او د دې کارونو سر ته رسول وخت غواړي.