د بریتانیې نوي سفیر د سولې د خبرو د بیا پيل لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړ

د افغانستان لپاره د بریتانیې نوي سفیر ډامنیک جرمي د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو د بیا پيل لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړ.

ډامنیک جرمي پرون پنجشنبې په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د حکومت او طالبانو د سولې پر څرنګوالي او اروپا ته د افغانانو د غیرقانوني مهاجرت په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني هیله څرګنده کړې چې د نړېوالې ټولنې په ملاتړ به د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو له بیا پيل سره، روانه جګړه پاي ته ورسیږي.

د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼه وايي چې د بریتانیا نوي سفیر له افغان حکومت سره د خپل هېواد د همکارېو پر دوام ټينګار کړی دی.