د افغانستان، پاکستان، چېن او امریکا استازي به سبا شنبې په اسلام اباد کې سره وګوري.
دا د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو پر پیل او څرنګوالي د خبرو دریمه غونډه ده.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکېب مستغني پرون ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې به د سولې د مذاکرو د بیا پيل نقشه جوړه او نهايي شي.
شکېب مستغني زیاته کړه:
"په دې غونډه کې د څلورو هېوادونو جدیت او ژمنو ته په پام، هیله لرو چې د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره نقشه به نهايي شي. دا به د سولې خبرو ته یو روښانه چوکاټ وي او پر اساس به یې د خبرو د بیا پیل لپاره عملي ګامونه پورته شي."
د افغانستان د سولې عالي شورا په اسلام اباد کې په دې څلور اړخیزه غونډه کې د طالبانو د ګډون امکان هم نه دی رد کړی خو د طالبانو له لوري څه نه دي ویل شوي.
د افغانستان ولسمشر غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د سولې د خبرو د رسمي پیل نېټه وټاکل شي.
د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په شپږو میاشتو کې له طالبانو سره د سولې د مذاکرو د بیا پیل په تمه دي.