د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دا خبره رد کړه چې ګواګې ده د ملي یووالي له حکومت سره فاصله پیدا کړې.
ښاغلي دوستم د جنبش اسلامي د کنګرې په غونډه کې تاکید وکړ چې د ملي یووالي د حکومت له موسسینو دی خو وايي، حکومت د پام وړ کارونه نه دي کړي.
وړاندې تردې داسې ویل کیده چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د ملي یووالي د حکومت له مشرانو نا راضه دی او له حکومته یې ګوښه توب غوره کړی.
د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، د ملي یووالي حکومت لازم کارونه نه دي کړي خو ده ترې فاصله نه ده نیولې.
دوستم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د جنبش ځوانانو د دریمې مجمعې په غونډه کې وویل چې د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کیدو کې یې فعاله ونډه لرله او د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به خپل کار ته دوام ورکړي .
خو ښاغلي دوستم دا وویل چې د ملي یووالي د حکومت د کړنو په اړه خپل نظر لري:
"ځیني خلک وايي چې جنرال دوستم له حکومته فاصله اخیستې خو زه څنګه له حکومته لرې شم او فاصله واخلم زموږ خپل دولت دی په رامنځته کیدو کې مو زحمت ویستلی او په جوړیدو کې یې موږ اساسي رول درلود.هیڅکله ترې نه ګوښه کیږم زه د ولسمشر لومړی مرستیال یم خو خپلې خبرې لرم."
وړاندې تردې داسې ویل کیدل چې ګواګې عبدالرشید دوستم په تېر یوه نیم کال کې خلکو ته د نه خدمت له کبله د ملي یووالي له حکومته ناراضه دی او ګوښه توب یې غوره کړی.
دا په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ د جنرال دوستم مطبوعاتي سلاکارسلطان فیضي ازادي راډیو ته ویلي و که د ملي یووالي حکومت پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي خلک به لاریونونه وکړي .
د نا امنۍ، اداري فساد او د ښې حکومتوالۍ د نه موجودیت ترڅنګ له حکومته د ولسمشر د لومړي مرستیال نارضایتي هغه بله جنجالي موضوع ده چې په دې ورځو کې مطرح کیږي.
د ولسي جرګې غړی او د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد تینج وايي چې د ولسمشر لومړی مرستیال د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو انتقاد لري او تاکید کوي چې د خلکو لپاره هیڅ کار نه دی شوی.
ښاغلي تینج د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې جنرال دوستم د خراب امنیتي وضعیت او د ناسمې حکومتوالۍ ترڅنګ دده له قوم او ملاتړو د حکومت د مشرانو د نه پاملرنې له کبله هم د ملي یووالي له حکومته ناراضه دی.
د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هم وايي چې د خلکو په خوښه په بېلابېلو برخو کې کار نه دی شوی:
"نور خلک په خبرو باور نه کوي او زیاتې یې اوریدلې دي د خلکو لپاره باید په عمل کې دا وښودل شي چې کار شوی دی.تاسو له ما ګیله لري او زه د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه باید پردې اعتراف وکړم چې موږ مهم کارونه نه دي کړي او د همدې لپاره مې یوه اندازه ځان ګوښه نیولی دی."
عبدالرشید دوستم په تېرو څو میاشتو کې په رسمي غونډو کې نه دی لیدل شوی او وړاندې تردې د ملي یووالي له حکومته یې د نا رضایتي په اړه رپوټونه نشر شوي وو.
که څه هم ښاغلی دوستم وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به خلکو ته د خدمت کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي خو باور دا دی چې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ نا رضایتي کولای شي د حکومت په دستګاه کې ډیرمشکلات پیدا کړي.
پخوانی:
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي، هغه اوازې ناسمي دي چې ګڼې ده د ملي وحدت له حکومت سره مقاطعه کړې ده.
ښاغلي دوستم نن د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال که څه هم وویل چې ځيني انتقادونه لري، خو له حکومته د لېرې کیدو راپورونه یې رد کړه.
جنرال دوستم زیاته کړه:
"ځيني خلک وایي چې جنرال دوستم له حکومته ګوښه شوی او یا یې فاصله نیولې. زه به څنګه ګوښه شم او څنګه به لېرې ولاړ شم. دولت زموږ دی، موږ یې زحمت ګاللی او مایې په جوړولو کې اساسي رول لوبولی دی."
له دې مخکې د ازادي راډيو په ګډون ځینو رسنیو راپور ورکړ چې عبدالرشید دوستم د ملي وحدت حکومت له مشرانو خوابدی دی او ان د نوموړي له خوا د حکومت د تحریمولو راپورونه هم خپاره شول.
تردې وړاندې د جنبش اسلامي ویاند بشیراحمد تینج ازادي راډیو ته ویلي وه چې ښاغلی دوستم د ملي وحدت حکومت له مشرانو ځکه خوابدی دی چې د ده په باور حکومتي مشرانو هغو کسانو ته چې دا نظام یې رامنځ ته کړی، توجو نه ده کړې.