د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي، هغه اوازې ناسمي دي چې ګڼې ده د ملي وحدت له حکومت سره مقاطعه کړې ده.
ښاغلي دوستم نن د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال که څه هم وویل چې ځيني انتقادونه لري، خو له حکومته د لېرې کیدو راپورونه یې رد کړه.
جنرال دوستم زیاته کړه:
"ځيني خلک وایي چې جنرال دوستم له حکومته ګوښه شوی او یا یې فاصله نیولې. زه به څنګه ګوښه شم او څنګه به لېرې ولاړ شم. دولت زموږ دی، موږ یې زحمت ګاللی او مایې په جوړولو کې اساسي رول لوبولی دی."
له دې مخکې د ازادي راډيو په ګډون ځینو رسنیو راپور ورکړ چې عبدالرشید دوستم د ملي وحدت حکومت له مشرانو خوابدی دی او ان د نوموړي له خوا د حکومت د تحریمولو راپورونه هم خپاره شول.
تردې وړاندې د جنبش اسلامي ویاند بشیراحمد تینج ازادي راډیو ته ویلي وه چې ښاغلی دوستم د ملي وحدت حکومت له مشرانو ځکه خوابدی دی چې د ده په باور حکومتي مشرانو هغو کسانو ته چې دا نظام یې رامنځ ته کړی، توجو نه ده کړې.