د راپورونو له مخې د امریکا د هوايي چلند دوو مهمو شرکتونو یونایټید United او ډیلټا Delta وړاندیز کړی دی چې د الوتنو د عملې امیدوارې مېرمنې باید د لاتیني امریکا هغو سیمو ته پرې نه ښودل شي چې د زیکا Zika ناروغي په کې خپره شوې وي.
زیکا ویروس چې د ملاریا په څېر د ماشي په وسیله خپرېږي په برازیل کې د هغې ناروغۍ عامل بلل کېږي چې په نتیجه کې مور د واړه سر لرونکي ماشوم زیږوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې یونایټید شرکت پرون د الوتنو هغې عملې او پیلوټانو ته ویلي دي چې کولای شي د زیکا د سرایت حوزو ته له تلو څخه ډډه وکړي.
د ډیلټا شرکت هم د جنوري له ۱۷ نېټې راهیسې د الوتنو په عمله کې د شاملو امیدوارو مېرمنو په کاري مهالوېش کې بدلون راوستی دی.
د ډیلټا ویاند مورګن دورانټ رویټرز ته وویل چې د څو محدودو پرازونو د عملې په لیست کې بدلون راغی.
د هوايي چلند شرکتونو او د هوټلونو مسوولین وايي چې د ټکټونو او هوټلونو پر بوکینګ د زیکا ناروغۍ د اغېز په اړه څه ویل لا له وخته مخکې دي.
د نړۍ روغتیايي موسسو امیدوارو مېرمنو ته سپارښتنه کړې چې هغو سیمو ته له تلو دې ډډه وکړي چې د زیکا ویروس سرایت په کې کړی.
دا ناروغي واکسین او علاج نه لري.