په یمن کې د القاعده شبکې یو مهم قوماندان په هوايي حمله کې وژل شوی

په یمن کې د القاعده شبکې یو مهم قوماندان د امریکا د مشکوکې بې پېلوټه الوتکې په یوه حمله کې وژل شوی دی.

په عرب ټاپووزمه کې د القاعده مهم قوماندان جلال بلعیدي الیاس ابوحمزه نن د یمن په جنوبي ولایت ابیان کې ووژل شو.

ویل کېږي چې بلعیدي د القاعده او اسلامي دولت ډلې یا داعش ترمنځ له کلک اختلاف سره سره له داعش سره خواخوږي لرله.

داسې راپورونه هم شته چې بلعیدي په دې وروستیو کې له القاعده شبکې څخه وتلی و، او په یمن کې د اسلامي دولت ډلې د څانګې د مشر په توګه ټاکل شوی و.

د القاعده شبکې یو زیات شمېر مهم مشران، د ناصرالوحیشي په ګډون د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې وژل شوي دي.