د نړۍ مشران د سوري کډوالو سره د مرستې را ټولو په هدف لندن کې غونډه کوي

د نړۍ مشران نن په لندن کې غونډه کوي څو د سوریې د نېږدې پنځه کلن کړکېچ له زیانمنو خلکو د مرستې لپاره نهه میلیارډ ډالر چنده راټوله کړي.

په دې غونډه کې به د نړۍ د۷۰ هېوادونو مشران ګډون وکړي.

د دې غونډې هدف د سوریې له څه باندې څلورنیم میلیون کډوالو سره چې شاوخوا هېوادونو ته تښتېدلي دي د بشري مرستې لپاره د چندې راټولول دي.

بریتانیا تر ۲۰۲۰ میلادي کال د یو اعشاریه پنځه اویا میلیارډ ډالرو ژمنه کړې او تمه ده چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري به هم د مرستې یو لوی رقم اعلان کړي.

د دوشنبې په ورځ د اکسفام نړېوالې مرستندویې ټولنې د روسیې په ګډون پر زیات شمېر هغو هېوادونو چې په سوریه کې ښکېل دي سخت انتقاد وکړ.

ویل کېږي چې د سوریې په جګړه کې تر اوسه لږترلږه دوه نیم لکه کسان وژل شوي او څو میلیونه نور د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د سوریې له کډوالو سره د مرستې لپاره په لندن کې د مرستندویه هېوادونو کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې په ژنیو کې د سوریې د رژیم او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې خبرې بې له کومې نتیجې پای ته ورسېدې.