د بامیانو ولایت امنیتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې پر یوه پنځه کلن هلک د جنسي تېري په تور یې دوه تنه نیولي دي.
د بامیان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالمبین ایزدیار نن ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه د روانې اوونۍ په لومړیو کې د بامیانو په مرکز کې شوې ده.
دا لومړی ځل دی چې په بامیانو ولایت کې داسې پېښه کېږي.