د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سولې په اړه د همغږۍ د څلور اړخیزې غونډې په درېیمه ناسته کې به د لارې پر نقشې لا ډېرې خبرې وشي.
دا خبره د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني نن ازادي راډيو ته وکړه.
ښاغلي مستغني زیاته کړه:
"ټاکل شوې د سولې د همغږۍ د څلور اړخېزې غونډې په درېیمه ناسته کې چې په اسلام اباد کې جوړېږي، د لارې پر نقشې ډېرې خبرې وشي او د لارې دغه نقشه نهایي شي."
د سولې د خبرو د څلور اړخیزې غونډې درېیمه ناسته د فبروري په شپږمه په اسلام اباد کې جوړېږي.
د دغه بهیر لومړنۍ غونډه هم په اسلام اباد او دویمه یې په کابل کې تر سره شوه.
د سولې د همغږۍ په څلور اړخیزه کمېټه کې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ګډون لري.