د امریکا متحده ایالتونو او فرانسې روسیه او د سوریې رژیم تورن کړل چې د سولې خبرې یې له خنډ سره مخامخ کړي دي.
د دغو هېوادونو لوړپوړو ډیپلوماټانو وویل، کله چې په ژینو کې تېره دوشنبې او سې شنبې، دوه ورځې ګټورې خبرې روانې وې، د روسیې په هوایي ملاتړ د سوریې مځکنیو ځواکونو د سوریې په شمال کې د ستراتیژیک ښار حلب په شاوخوا کې له یاغیانو د سیمو د نیولو لپاره جګړو ته زورورکړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:
"موږ وینو چې د حلب په شاوخوا کې د روسیې هوایي بریدونه زیات شوي، د دغو حملو هدف داعش نه دی بلکې تر ډېره یې اپوزېسیون په نښه کړی، دغه حملې یوځل بیا د ملکي تلفاتو، د سوریې د زیاتو وګړو د بې ځایه کېدو اوهم د بشري مرستو د رسولو په لاروکې د احمتالي خنډ د رامنځ ته کېدو سبب شوي، موږ یوځل بیا پر روسیې غږ کوو چې په سوریه کې دې خپل پوځي انرژي پر داعش متمرکزه کړي، د نړېوالې ټولنې پر ګډ دښمن نه پر اپوزېسیون او بې ګناه ملکیانو."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورن فابیو س د سوریې حکومت او د هغه ملاتړي تورن کړل چې د سولې د خبرو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.
هغه وویل، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم او نه هم د هغه متحدینو ښه نیت نه دی ښودلی.