د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر نن په ترکیه کې له ترکي چارواکو سره د داعش پرضد پر ګډې مبارزې خبرې کوي.
د ملي امنیت د شورا ویاند، تواب غورځنګ ازادي راډیو ته د دې لیدنو کتنو په اړه وویل:
"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر نن د ترکیې د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي سیف الله هاشم اغلو او د دې هېواد د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سره غونډې لري."
تواب غورځنګ زیاته کړه چې له ترورېزم سره د مبارزې ترڅنګ به ښاغلی اتمر د ناټو په چوکاټ کې د ترکیې د همکارۍ پر دوام او پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.
حنیف اتمر به د ترکیې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردغان سره هم وګوري.