ولسمشر غني د ټاپي پروژې د امنیت په برخه کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه

د افغانستان ولسمشر د ټاپي پروژې د امنیت په برخه کې د هغو ولایتونو له خلکو د همکاري غوښتنه وکړه چې د دغې پروژې پایپ لاین ترې تېریږي.

اشرف غني تېره ورځ د کندهار د سفر پر مهال وویل:

"د ټاپي په برخه کې له تاسو مرسته غواړم، له امنیتي سکټور نه، والي صاحب نه، د دې ټولو ولایتونو له والیانو نه، خو له ولس څخه مې مرسته پکار ده، دا پروژه زموږ او ستاسو راتلونکې ده."

د ټاپي پروژه د لیندۍ په ۲۲ مه د ترکمنستان په ماري سیمه کې رسماً پرانیستل شوه او تمه ده چې راتلونکی کال یې په افغانستان کې هم عملي کارونه شروع شي.

د دې پروژې پایپ لاین نېږدې۱۸۰۰ کیلومتره اوږد دی چې ۷۳۵ کیلومتره د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار څخه تېریږي.

افغان حکومت وایي چې هر کال به د دې پروژې له ترانزیټ څخه ۴۰۰ میلیونه ډالر افغانستان ترلاسه کوي.