د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې په امریکا کې د مسلمانانو پر ضد د تبلیغاتو د زیاتېدو مخه باید ونیول شي.
بارک اوباما په ورته وخت کې د مسلمانانو پر مشرانو غږ وکړ چې د سخت دریځو له لورې د اسلام د افراطي تعبیر پرضد ښکاره خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر تېره ورځ بالتیمور ښار ته نږدې د اسلامي مرکز د لیدنې پرمهال وویل:
"د داعش په څېر ډلې د خپل مشروعیت لپاره هڅې کوي، دوی کوښښ کوي چې ځانونه دیني مشران او مجاهدین معرفي کړي، زه دا ردوم، موږ باید کله هم دوی ته دا مشروعیت ورنه کړو، دوی د اسلام دفاع نه کوي، دوی د مسلمانانو دفاع نه کوي،اکثریت خلک چې دوی وژني هغوی بېګناه نارینه، ښځې او ماشومان دي چې ټول مسلمانان دي."
اوباما د قران کریم او د امریکا د تاریخ په استناد خلک زغم ته راوبلل.
ده وویل، موږ باید هغه سیاست وغندو چې پر تعصب ولاړ وي او یا د دین په نوم خلک په نښه کوي.
په سپینه ماڼۍ کې د اووه کلنۍ واکمنۍ په موده کې دا لومړی ځل و چې اوباما یوه جومات ته ورغی.