امریکا وايي، یو تن یې د دغه هېواد پر یوې پوځې اډې د حملې د پلان په تور نیولی

د امریکا عدلیې وزارت وویل چې د کانساس د سیمې یوه تن اقرار وکړ چې پلان یې درلود د امریکا په یوې پوځي اډې کې د موټر بم چاودنه وکړي.

په فدرالي ادارې کې څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې جان بوکر غوښتل چې د کانساس په منهټن کې د فورټ ریلې په پوځي اډه کې د امونیم نایټریټ له زر پونډو ډک موټر ته چاودنه ورکړي.

څارنوالان وایي، ۲۱ کلن بوکر یو فلم اخیستی و او ده غوښتل چې دا پیغام یې تر ځان وژونکي برید وروسته خپور شي، په دې فلم کې دی امریکایانو ته وایي:

"تاسو په خپلو کورونو کې ناست یاست او ګومان کوئ چې د عراق جګړه ختمه شوه،نن موږ،داعش ستاسو د کورونو تر دروازو راورساوه."

بوکر د امریکا د فدرالي ادارې پولیسو ته د خپل پلان په اړه معلومات ورکړي دي، دی د ۲۰۱۵ میلادي کال په اپریل کې نیول شوی و.