د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي میسټورا په ژینو کې په موقتي ډول د خبرو چې هدف یې د سوریې د کورنۍ جګړې پای ته رسول دي، د درېدو اعلان وکړ.
د سوریې د حکومت او د اپوزېسیون له استازو سره له جلا کتنو وروسته ډي مسټورا پرون وویل چې ده د خبرو د بیا پیلېدو لپاره د فبرورۍ ۲۵مه نېټه ټاکلې ده.
هغه وویل، د یوې اوونۍ له مقدماتي خبرو اترو وروسته دی دې نتیجې ته رسېدلی چې نه یوازې د دوی له خوا بلکې په خبرو کې د ښکېلو خواو له لوري زیات کارته اړتیا شته.
ډي ميسټورا ټینګار وکړ چې خبرې نه دي ناکامه شوي بلکې د سولې پروسه د نړېوالو ملاتړو د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې سمدستي مرستې ته اړتیا لري چې پاتې مسایل هوارشي.
په ژینو کې د سوریې د حکومت د اپوزېسیون استازیو غوښتنه کوله چې باید د دوی ترکنټرل لاندې ۱۸سیمو ته سمدستي مرستې ورسول شي.