د امریکا د استازو جرګې د ایران په اړه یوه طرحه تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې یوه طرحه تصویب کړه چې پر اساس به یې د ایران پرضد د بندیزونو د لغوه کولو په باب د ولسمشر بارک اوباما کار سخته شي.

دې طرحې ته د استازو د جرګې ۲۴۶ غړیو مثبته رایه ورکړې خو ۱۸۱ نورو رد کړې ده.

ولسمشر اوباما مخکې خبرداری ورکړی و چې که دا پرېکړه په مشرانو جرګه کې تصویب شوه، نو ویټو به یې کړي.