اروپايي ټولنه: د سیمه ییزې حکومتوالۍ نوې پروژه به په افغانستان کې پلي شي

اروپايي ټولنه وايي چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ نوې پروژه به د ۱۲ اعشاریه ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پلي کړي.

د دې ادارې په یوه بیان کې نن راغلي چې دا پروژې په دیارلسو ولایتونو کې په ۲۲ ښاروالیو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي صندوق د پروګرام له لارې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته په راتلونکو دریو کلونو کې پلې کیږي.

په دغو پروژو کې د والیانو د دفترونو،ښاروالیو، د ښاروالیو د عوایدو د زیاتوالي، د مدني ټولنې د نظارتي ظرفیت د لوړولو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسیو له پراختیا سره لازمې مرستې وکړي.