د بهرنیو چارو وزارت د داعش پرضد په ایتلاف کې د افغانستان له شاملېدو هرکلی وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د داعش پرضد په نړېوال اییتلاف کې د افغانستان له شاملېدو هرکلی وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني نن ازادي راډيو ته وویل چې له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په برخه کې د نړېوال اییتلاف غړیتوب د افغانستان لپاره ډېر مهم دی دا ځکه چې یاد ایتلاف د داعش په وړاندې د مبارزې لپاره د ټولې نړۍ یووالی ښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په ایټالیا کې وویل چې افغانستان هم د داعش پر ضد د مبارزې په اییتلاف کې شامل شوی دی.

د داعش یا اسلامي دولت ډلې پرضد د امریکا په مشرۍ یو اییتلاف جوړ شوی چې تر اوسه د نړۍ شپږ شپیته هېوادونه پکې غړیتوب لري.