امریکا: د زیکا ویروس لومړنی مورد په تکزاس ایالت کې تایید شو

د امریکا روغتیايي چارواکي وايي، د زیکا ویروس لومړنی مورد په تکزاس ایالت کې تایید شو.

ویل کېږي چې دا ویروس د جنسي مقاربت له لارې خپرېږي.

دې خبر د زیکا ویروس په اړه اندېښنه زیاته کړې ده.

زیکا ویروس د یو ډول غوماشې له لارې سرایت کوي او د مور په نس کې د ماشوم د نیمګړتیا سبب کېږي.